سیګار یا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره وايي، هغه ادعاوې څېړو چې ګواکې مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده لسګونه میلیونه ډالر ایستلي دي.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، دا غوښتنه ترې د امریکا د حکومت د اصلاحاتو یوې کمېټې کړې ده.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته لاړ.
پر اشرف غني تور دی، چې د تګ پر مهال یې لسګونه میلیونه ډالر وړی دي، خو مخکیني ولسمشر دا ډول تورونه رد کړي او دا یې د هغه شخصیت وژنې یوه هڅه بللې د ه.
مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني همداراز چمتووالی ښودلی، چې د ملګرو ملتونو له لوري یو پلاوی دې د یادو تورونو سپیناوی وکړي.