په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ويلي، له پرلپسې هڅو وروسته یې ۱۱۴ تنه افغان بندیان تېره ورځ کابل ته رالېږلي دي
دا ۱۱۴ هغه کسان وو، چې په سعودي عربستان کې یې د قانوني استوګنې لپاره ويزې نه درلودې او د عمرې ويزو د مودې پاى ته رسېدو له امله سعودي عربستان کې توقیف شوي وو.
د یادو کسانو د راتګ لګښت سعودي عربستان ورکوي او د اریانا افغان هوایي شرکت به یې را انتقال کړي.
ریاض کې افغان سفارت ویلي، ۱۱۴ کابل ته لیږدول شوي او پاتې نور به هم په راتلونکو ورځو کې کابل ته انتقال کړي.