د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« خلک، کورونو والا، لوی او واړه په تکلیف وو، خټې به وې،موټر به له ستونزو سره مخ ول. هغه د پیسه دارۍ وخت کې چې له بهره پیسې راتللې جوړ نه شو، خو ان شاء الله،چې په دې فقیرۍ کې به جوړ شي.»
د سېمې یو بل اوسېدونکی وايي:« د دې سړک د بیا رغولو چارې لس کاله مخکې د کرزي صیب په دوران کې شروع شوي وو،چې مخکې چا زور نه درلود،چې سړک یې له غاصبینو نیولی و او چارې یې پر ټپه ولاړې وې، د غني په دوران کې هم دا کار سرته ونه رسید،چې زموږ ورته ډېرې تمې وې.»
اسلامي امارت وایي،د سالنګونو سربیره به د هېواد پر کچه د ټولو لویو لارو هغه برخې په اساسي ډول ورغوي،چې دا مهال پرې تګ راتګ ستونزمن دی.
د ټولګټو چارو وزارت مشاور حافظ منور وايي:« د ژمي تر را رسېدو مخکې هغه نقاط چې اسیب پذیره دي،هغه ترمیم کېږي،تر څو په ژمي کې د ټرافیکو پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.»
د کابل د ټولګټو چارو مشر محمد هارون بیا له خلکو غوښتي،چې د سړک په بیا رغولو کې ورسره همکاري وکړي، خنډونه رامنځته نه کړي او د چارو چټکتیا کې ورسره همکاري وکړي.
هارون زیاته کړه:« موږ د سیمې له خلکو یوازې دومره غواړو،چې د سړک په بیا رغولو کې د شرکت او اسلامي امارت سره همکاري وکړي.»
په ټوله کې د خلکو غوښتنه له اسلامي امارته دا ده،چې له خلکو سره تر مشورو وروسته دې لومړیتوبونه وټاکي او د شته ستونزو د حل لپاره دې چټک ګامونه پورته کړي.