ځایي سرچینې وایي، د قرغیو ولسوالۍ سور ابي سیمه کې د عظیم خان جبارخېل جامع جومات ملا امام نور الوهاب تېره ورځ د جومات دننه کوټه کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
مولوي نورالوهاب د الیشنګ اوسېدونکی و، چې په یاده سیمه کې امام مقرر شوی و.
په دې وروستیو کې په ختیځ کې د مرموزو وژنو کچه لوړه شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
تر اوسه د یادې پېښې په تړاو د لغمان ولایت رسمي سرچینو څه نه دي ویلي او نه یې هم کوم چا مسوولیت منلی دی.
د یو بل خبر له مخې، ځایي سرچینې وایي د ننګرهار کامې ولسوالۍ قلعه اخون سیمه کې د اسلامي امارت د سرتېرو پر یو رینجر موټر د سرک غاړې ماین چاودنه کړې، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې کره مالومات نه دي ورکړل شوي.