Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شمشاد ټلویزیون ۱۹ کلن شو

شمشاد ټلویزیون ۱۹ کلن شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/17

د افغانستان په رسنیز ډګر کې د شمشاد ټلویزیون ۱۹ کلن او د شمشاد راډیو ۱۴ کلن مزل له لاسته راوړونو او له ننګونو مخ و.

 شمشاد ټلویزیون له نن ۱۹ کاله وړاندې د ۲۰۰۶ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۶ مه خپرونې پيل کړې. 

د دې رسنۍ بنسټ اېښودونکی الحاج فضل‌ کریم فضل د شمشاد راډیو ټلویزیون د تأسیس موخه د ملي او دیني ارزښتونو پالل او د افغانانو د یوالي ساتلو لپاره د خلکو فکر جوړونه بولي.

د شمشاد راډیو ټلوېزیون مؤسس فضل کریم فضل وايي:« شمشاد همیشه کوشش کړی چې د خپلو هېوادوالو د ستونزو او مشکلاتو آواز نړۍ سره شریک کړي. شمشاد نه یوازې یوه رسنۍ بلکې یو فکر دی.»

شمشاد داسې مهال رسنیز فعالیت پیل کړ چې هېواد کې څو محدودې خصوصي رسنۍ فعاله وې، خو شمشاد په افغانستان کې لومړنی ټلویزیون و چې پر پښتو ژبه یې خبرونه، دیني، کلتوري، ښوونیزې، تفریحي، ټولنیزې او ادبي خپرونې پیل کړې.

د شمشاد راډیو ټلویزیون د ځینو همکارانو په خبره، په رسنیز ډګر کې د نورو مسوولیتونو سربېره اکاډمیک کار هم کړی او په نږدې دوه لسزیزو کې یې ګڼ شمېر ځوانان په مسلکي توګه روزلي دي.

د شمشاد ټلویزیون د خپرونو او نشراتو مدیر نجیب الله انورزوی وايي: « که څه هم دغه مزل ډېرې لوړې او ژورې درلودلې، خو له یوه ډېر اوږد مزل  تر دې ځایه رسېدلي یو. دا د هغو شاوخوا ۲۰۰۰ ځوانانو قربانۍ او زحمتونه وو چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې له شمشاد سره کار کړی. د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع، د ملي رسالت وړاندې کول او د ژورنالېزم له اصولو سره سم خلکو ته پر وخت او کره مالومات رسول د شمشاد رسالت دی، تر اوسه یې سرته رسولی او ادامه ورکوي.»

د شمشاد مینه وال وایي، دغې رسنۍ په کمه موده کې وکولی شول چې په کور دننه او بهر خپله نشراتي ساحه پراخه او کار یې اغېزمن تمام شي.

په وزیرستان کې د پښتونخواعوامي ملي ګوند مشر ایاز وزیر وايي: « له هرڅه وړاندې د شمشاد ټولو همکارانو ته د کالیزې مبارکي ورکوم. شمشاد د پښتنو یو مضبوط آواز دی؛ که څه هم د پښتنو په نوم چینلونه زیات دي، خو شمشاد چې د پښتنو کومه نمایندګي کوي، بل چینل نه ده کړې. د پښتنو په نوم ډېر جوړ شوي چینلونه د پنجاب او پاکستانیو ادارو تر کنټرول لاندې دي، مګر شمشاد هغه یوازینۍ رسنۍ ده چې د پښتنو نمایندګي یې ډېره په نره کړې. موږ که په دې سیمه کې څه اسانتیاوې شته، د شمشاد په برکت دي؛ ځکه چې دوی هرځای ته ځان رسولی او د پښتنو هره ستونزه یې خپله ستونزه ګڼلې. موږ په ډاډ سره ویلی شو چې ترڅو شمشاد ژوندی وي، د پښتون غږ به هم ژوندی وي.»

د شمشاد راډیو ټلویزیون خبریالان او کارکوونکي په مسلکي ډول، بې طرفي، د ملي او دیني ارزښتونو پالل، مسلک ته ژمنتیا او پېښو ته پر وخت رسېدنه خپله وجیبه بولي.

شمشاد دغه مزل په داسې حال کې نمانځي چې په تېرو دوو لسیزو کې د اطلاع رسونې په برخه کې ستړې ګاللې او لا هم خپل رسالت ته ادامه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist