Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هوکړه شوې

admin by admin
2021/10/06

د  اطلاعاتو او کلتور وزارت  مرستیال ذبیح الله  مجاهد رسنیو ته په  لېږلي پيغام کې  ویلي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو هوکړه شوې ده. 

 مجاهد وايي، هوکړه شوې ده،چې د اسلام کلا ــ  دوغارون پر پوله  د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیا زیاتولو په موخه دې کاري ساعتونه ۲۴ ته لوړ شي.

دغه راز هغه وايي، هوکړه شوې،چې د تعارفو او سوداګرۍ اړوند مالومات به شریک کېږي او په اړه به یې مسلکي پریکړې کېږي.

مجاهد زیاتوي:« هوکړه وشوه،چې د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې به  د دواړو هېوادونو باصلاحیته هیئیتونه د اسلام کلا ــ دوغارون  سرحد کې ټولې ستونزې  او مسایل تر څېړنې لاندې ونیسي.»

 مجاهد وايي،یو پلاوی به د ایران هېواد د نفت وزارت استازو سره د سون توکو د موضوعاتو د څیړلو په هدف هغه هېواد ته ولیږل شي او د ستونزو او اړوندو مسایلو په اړه به خبرې وکړي.

هغه وايي، له افغان موټر چلونکو سره ښه چلن او که څه پیښ شول، قانوني څېړنه به یې کېږي او په خبره یې موټر چلوونکي چې کله د ګمرک ځانګړې سیمې ته ننوزي، د کورونا ټیسټ به یې اخېستل کېږي.

په ورته وخت کې مجاهد وايي، هوکړه شوې، که افغان اړخ د هغو وژونکو ماشینونو په اړه کره اسناد وړاندې کړي، چې ایران ته اړول شوي، په اړه به یې څېړنه وشي.

مجاهد زیاته کړه:« د هغو اور وژونکو ماشینونو، چې افغان  اړخ یې په اړه  ادعا کوي، چې ایران هیواد ته اړول شوي،که یې په اړه کره اسناد ایراني اړخ ته  ورکړل شي، نو تر تعقیب لاندې به ونیول شي.

هوکړه وشوه، له دوغارون څخه تر اسلام کلا پورې د ګازو یو پایپ لاین ایجاد کړي او و پتیل شوه، چې په نژدې راتلونکي کې یې کار پیل شي.»

دغه راز د نورو مواردو سربېره پر دې هم هوکړه شوې،چې هند ته  د دوغارون ـــ چابهار له لارې  د افغانستان د تجارتي مالونو او وچې میوې د انتقال   لارو چارو سنجولو په برخه کې  به ایرانی لوری لازمې څیړنې او مطالعات  کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist