د ملکي هوايي چلن ادارې د مالوماتو له مخې، د ملکي هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده د مزار شریف په نړیوال هوايي ډګر کې د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر سره لیدلي دي.
د ملکي هوايي چلند ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملکي هوايي چلند او ټرانسپورټ وزیر حمیدالله اخند زاده او ورسره مل پلاوي له خپل ازبکستاني سیال او پلاوي سره د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر پر ستونزو او د الوتنو د بیا پیل په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.
مسوولین وایي، ډېر ژر به د کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو له هوايي ډګرونو نړیوالې او کورنۍ الوتنې پیل شي.