Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا ملا برادر اخوند ته د سفر لنډمهاله معافیت ورکړ

امنیت شورا ملا برادر اخوند ته د سفر لنډمهاله معافیت ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/17

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د یوې اعلاميې په خپرولو سره د سرپرست حکومت ځينو چارواکو ته د سفر کولو معافیت خبر ورکړی.

اعلامیه کې ویل شوې، د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ته يې د ۲۲ ورځو لپاره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فبرورۍ له ۹مې د مارچ تر ۳مې پورې د سفر کولو معافيت تصویب کړی دی.

د اعلامیې یوه برخه: « د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۷مه د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د ۱۹۸۸ پرېکړه ‌لیک پر بنسټ، ملا عبدالغني برادر ته د درملنې په موخه د فبرورۍ له ۹مې د مارچ تر ۳ مې پورې د سفر کولو معافیت تصویب کړی دی.»

د اسلامي امارت سرپرست حکومت وايي، ملا برادر اخوند د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پرختیا او په ځانګړې توګه افغانستان کې د قطر حکومت او خصوصي سکټور د پانګونې په اړه خبرې کړې.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د امنیت شورا د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ د ټولو وضع شویو محدودیتونو د لرې کېدو او د نړیوالې ټولنې له لورې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « ملګري ملتونو او د نړۍ هېوادونه د افغانستان او افغان وګړو پر وړاندې مسوولیت او مکلفیت لري. باید د افغانستان پر حکومت سیاسي او اقتصادي بندیزونه لرې کړي، افغانستان پر رسمیت وپېژني، ترڅو د افغانستان خلک وکولی شي د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر امن فضا کې ژوند وکړي.»

ځینې نور بیا وايي، د دې بندیزونو لرې کول له هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لامل کېږي او په خبره یې  د رسمیت موندلو لپاره باید سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو لرې کولو کمېټې د افغانستان د سرپرست حکومت د کابینې پر یو شمېر غړیو د سفر محدودیتونه رفع کړي، دا یو مثبت ګام دی. که ملا عبدالغني برادر د درملنې لپاره بهر ته سفر کوي یا هم که د مرکزي بانک رییس روسیې ته سفر کوي، ښايي د افغانستان د ملي ګټو لپاره د جانبینو ترمنځ خبرې وشي. یو باثباته افغانستان کولی شي د نړۍ د امنیت په ټینګښت کې ښه رول لوبولی شي.»

له دې وړاندې هم امنيت شورا د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته د سفر کولو په موخه ۱۲ ورځنی معافيت ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist