Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لوړو زده کړو چارسمبالي وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپارولي

admin by admin
2021/10/06

د پوهنتونیو  یو شمېر  استادانو او ګڼو لوستو ځوانانو  د لوړو زده کړو چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني وروستیو څرګندونو ته  په غبرګون کې د هغه خبرې ناهیلي کوونکې بللې دي.

د پوهنتون استاد عبيدالله کامه وال وايي:« د تعليمي او تحصيلي نظام په اړه وروستۍ څرګندونې رښتيا هم خواشينونکي دي،ځوان نسل او هغه څوک چې په دې برخه کې لګيا دي،هغوی ته هم. دې ټولنې ته داسې خلک معرفي شوي،چې دا ټولنه به پرې په  راتلوونکې کې ویاړي او فخر به پرې کوي.»

ځنې نور بيا وايي، لوړپوړي چارواکي باید له دغه ډول غیر رسمي څرګندونو ډډه وکړي او په خبره یې  دغه ډول بې مانا خبرې نه یوازې د علمي کادرونو د خفګان لامل کېږي،بلکې د تاوتریخوالي سبب هم کیدای شي.

د پوهنتون استاد سید جعفر عرب وايي:« د دغه رسمي اداراتو په چوکاټ کې رسمي خبرې او ويناوې وجود لري او غيرې رسمي خبرې او شخصي چې هغه د ټولنې عامه ذهنيت بدلوي او د ګډوډۍ سبب کيږي،نو اجازه نشته. نو هېله دا ده،چې هېله بښونکي خبرې وشي.»

د لوړو زده کړو چارسمبالي وزير عبدالباقي حقاني وروستیو څرګندونو کې ویلي، په تیرو شلو کلونو کې له پوهنتونونو او ښوونځیو فارغینو نه د خدمت هیڅ توقع نه لري.

د پوهنتون له استادانو سربیره لوستو ځوانانو هم  دغه څرګندونې بې مانا بللي او د اسلامي امارت له مسولينو یې غوښتي،چې د نوموړي پرځای دې یو مسلکي او علمي کادر د وزارت لپاره وګوماري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist