Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

برادر: نړیواله ټولنه دې د افغانستان پانګه بېرته افغانانو ته وسپاري

admin by admin
2021/10/06

د افغانستان د لومړي وزیر مرستیالانو د بریتانیا له استازو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان پانګه بېرته افغانانو ته وسپاري.

ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي تېره ورځ د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سایمون گاس سره ليدلي او په یو لړ موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه د ملا برادر له قوله لیکلي، له بریتانیا او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان پانګه بېرته افغانانو ته وسپاري، ځکه په خبره یې دا د افغان ولس حق دی.

سایمون گاس د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لارې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې بریتانیا غواړي افغانستان کې رغنده رول ولوبوي، خو په وینا یې دوی ته دا مهمه ده چې نجونو ته د لوړو زده کړو حق ورکړل شي او اسلامي امارت ډاډ ورکړي، چې افغانستان به د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه جوړېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist