Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عام افغانان د پاکستان وېزو په اخيستلو کې د شته ستونزو له امله شکايت کوي

عام افغانان د پاکستان وېزو په اخيستلو کې د شته ستونزو له امله شکايت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/16

عام افغانان له ډېرو کالونو راهیسي د سوداګرۍ، درملنې او د کورنیو تر منځ د تګ راتګ په موخه پاکستان ته ځي راځي. خو په وروستيو کې له تور بازار پرته د دې هېواد د وېزې ترلاسه کول حتا ناممکن کار دی.

ځينې کسان وايي، د پاکستان وېزو تر لاسه کولو په موخه يې په وار وار نوم ‌لیکنه کړې، خو له زیات انتظار سره سره يي بیا هم غوښتنه رد شوې.

دوی وايي، اړ دي چې د بېلابېلو اړتیاوو لپاره پاکستان ته تګ راتګ وکړي.

دوی وايي، نه شي کولی په نورمال توګه د پاکستان وېزې ترلاسه کړي، خو په خبره يې په تور بازار کې همدا وېزه بيا په ۱ زر او ۵۰۰ ډالر خرڅېږي.

ځينې نور بيا ادعا کوي چې یو شمېر کسان له پاکستاني ځواکونو سره لاس لري او ډيورنډ فرضي کرښې ته په رسېدو سره جعلي وېزه ورکول کېږي چې د دوی په خبره، د دې کار له امله ډېر کله د نيول کېدو او زنداني کېدو له خطر سره هم مخامخ کېږي.

د پاکستان ویزه اخیستونکی نعمت الله افغانپال وايي: « ما د پاکستان د وېزو لپاره دوه دری ځلې په آنلاین بڼه ثبت نام وکړ، خو متأسفانه رد شو. اما په تور بازار کې دغه وېزې له زر ډالرو تر یوز پنځه سوه او ان ۲ زره ډالرو پورې پیدا کېږي. دغه کار زموږ هېوادوال له ډېرو غټو ستونزو سره مخامخ کړي.»

سياحتي شرکتونه که څه هم په تور بازار کې د پاکستان د وېزو خرڅلاو مني، خو وايي د وېزو صدور د پاکستان حکومت اړوند دی او دوی په کې هېڅ راز لاسوهنه نه شي کولی.

کابل کې د سياحتي شرکت مسوول وايي: « د پاکستان د وېزې اصلي قیمت ۸.۷۰ امریکايي ډالره دی. دا هر شرکت چې د وېزو په اخیستلو کې کار کوي، باید حتمن د سفارت په داخل کې یو کس ولري، یا دغه لاسرسی په پاکستان کې ورکول کېږي یا هم دلته سفارت کې. دا کسان با هر یو خپلې پیسې غواړي.»

د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول وايي: « یو ډول یې تحصیلي وېزې دي، یو یې هم شپږ میاشتنۍ سیاحتي وېزې دي او بل ډول هم د ناروغۍ اړوند درې میاشتنۍ وېزې دي. دا مهال د شپږمیاشتنۍ سیاحتي وېزې بیه ډېره لوړه ده او تر زر امریکايي ډالرو پورې رسېږي.»

د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول وايي: « ټاکل شوې تر ۳۰ سلنو غوښتونکو ته وېزې په نورماله بڼه راشي، خو ۷۰ سلنه نورې وېزې په نورمال بڼه نه راځي.»

بله خوا، سرپرست حکومت وايي، د پاکستان وېزو په ترلاسه کولو کې يې د خلکو ستونزې له ياد هېواد سره شريکې کړې او له مقابل لوري يې د حل ډاډ ترلاسه کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند  ضیا احمد تکل وايي: « په دې تړاو مالومات روان دي چې موږ څه کړي، موږ په دې تړاو پخوا هم له دوی سره مختلفې ناستې کړې او د دوی له خوا وعدې هم راکړل شوې دي.»

د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وروسته یو شمېر هېوادونو افغانانو ته د وېزو ورکول بند کړل او هغه هېوادونه چې وېزې ورکوي، خلک يې د ستونزو له امله له ورکړې په نه ورکړه خوښ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist