د افغانستان بانک ویلي، د یاد بانک د دري دېرشمې مادې سره سم د افغانستان دودیزې پيسې او پولي واحد افغانۍ دي، له همدې امله له ټولو افغانانو، دولتي او خصوصي ادارو او موسسو څخه غوښتل کېږي، چې په قراردادونو، پولي معاملو او نورو اقتصادي راکړو او ورکړو کې له افغانیو کار واخلي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله تویټر پاڼه د یاد بانک له ادرسه لیکلي، دا چاره به اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.
عام افغانان هم غواړي، چې په ټولو سرحدي او مرکزي ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو پیسو باندې راکړه ورکړه ونه شي او هر څه دې په افغانیو کېږي، خو په دې چاره کې د حکومت جدي او عملي اقدام ته اړتیا لیدل کېږي.