د کابل غرب کې د علي پور د نیولو په غبرګون کې خلک سړکونو ته را ووتل.
د کابل غرب کې د علي پور د نیولو په غبرګونو کې خلک سړکونو ته را ووتل او غوښتنه کوي، چې علي پور دې خوشې کړای شي.
علي پور د یکشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې ونیوه چې اوس په زندان کې دی.
علي پور له کلونو را هیسې د شخصي ملیشو قوماندان پاتې شوی، چې په وژنو، غیرقانوني کړنو او جنسي تیریو تورن دی.
د نومړی له نیول کېدو پنځه ساعته وروسته د کابل په غرب کې لسګونه تنه هزاره ګان سړکونو ته را ووتل او لاریون یې پيل کړ.
د لاریون کوونکو شمېر چې لسګونه تنه و، په پولیسو ګوزارونه وکړل او په تاوتریخوالي وواوښت.
لاریون کوونکو حکومت ته خبرداری ورکړی، که علي پور ازاد نه شي لاریونونو ته به دوام ورکړي.