Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د هوایي حریم د دفاع او ساتلو وړتیا لرو 

admin by admin
2021/10/05

د کورنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د افغانستان ځمکني او هوايي حریم ساتونکی دی او د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري،چې له خپل حریم نه دفاع او ساتنه وکړي.

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي، له امریکایانو سره د افغانستان د هوایي حریم د خوندي ساتلو په برخه کې تر یو حده توافق ته رسېدلي دي.

خوستی زیاتوي:« زموږ خبرې له امریکایي لوري روانې دي او تر یوه  حده توافق ته هم سره رسېدلي یو. موږ خپل منځ کې د دوحې تړون لرو او په دې تړون کې ټول موارد واضح شوي دي له امریکایانو مو غوښتي،چې هوکړې ته ژمن پاتې شي، اسلامي امارت له  چا سره منازعه او جنجال نه غواړي.»

امریکایانو له افغانستانه د وتلو پرمهال رادار او دفاعي سیستم هم تخریب کړی دی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، اوس د سیمې هېوادونو ته دا فرصت  شته،چې د افغانستان له فضاء څخه د استخباراتي موخو لپاره کار واخلي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« له تېرو څلوېښت کلونو راپه دې خوا د افغانستان هوایي حریم زموږ په واک کې نه وه،خو اوس چې بیا دفاعي سیستم تخریب شوی د سیمې هېوادونه او ګاونډیان به ترې د څارګرو کارونو لپاره کار واخلي.»

د افغانستان د هوایي حریم د کنترول لپاره تېر حکومت یو پیاوړی سیستم په څه د پاسه درې سوه میلیونه ډالره خبره کړې وه،چې له درې برخو یوه یې ورکړل شوې او نورې یې پاتې دي.

باور دا ده،چې اوس قطر او متحده امارات غواړي،د افغانستان د هوایي حریم په برخه کې پانګونه وکړي.

افغانستان کې د امریکا  شل کلن پوځي ماموریت له پايته رسیدو وروسته، وخت ناوخته د افغانستان په هوایي حریم د امریکايي ډرون الوتکو ګزمو اندېښنې راپورته کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist