د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ویډیويي پیغام کې له امریکايانو غوښتي، چې امریکا ته له رسېدلو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.
بلېنکن دغه راز ویلي، دا د امریکایانو پخوانی دود دی، چې د نورو هېوادونو وګړي په ځانګړې توګه هغه کسان، چې ستونزو او جګړو څخه تښتي، مني.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د مذهبي ډلو، خیریه بنسټونو، دولتي چارواکو او عادي اوسېدونکو وغوښتل، چې د افغان مهاجرو سره نه یوازې امریکا ته د راتګ پر وخت، بلکې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره کسان له هېواده بهر ووتل، چې له دې ډلې نږدې ۷۰ زره کسان په امریکا کې مېشت شول