Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د افغانانو اړوند سلګونه تجارتي مرکزونه او هټۍ تړل شوي

ایران کې د افغانانو اړوند سلګونه تجارتي مرکزونه او هټۍ تړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/15

ایراني چارواکو د دې هېواد رسنیو ته ویلي، د هرمزګان ولایت په قشم جزیره کې یې د افغانانو اړوند شاوخوا ۷۰۰ تجارتي مرکزونه او هټۍ تړلي دي.

د چارواکو په خبره، د هرمزګان په قشم جزیره کې افغانانو د ایران د اساسي قانون او نورو مدني قوانینو خلاف فعالیت درلود او له همدې کبله يې سوداګریز مرکزونه او هټۍ ورتړلي دي.

ایران مېشتي افغان کډوال او سوداګر وايي، د ایران حکومت له دې پرېکړې اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې نه یوازې دغه پرېکړه بدله کړې بلکې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.

ایران کې مېشت افغان کډوال حشمت الله دوراندېش وايي: « ایران کې شته ستونزې نن سبا د افغان سوداګرو اندېښنې را پارولې دي. په دې کې پر سوداګرو او کسبه کارانو د ایران د حکومت له خوا درانه مالیات وضع کول شامل دي چې پر یو شمېر کسانو تر ۴۰ سلنو پورې مالیه لګول شوې. موږ د ایران له دولت غوښتنه کوو چې له افغان سوداګرو سره همکاري وکړي، د کارو بار زمینه کې اسانتیاوې راولي، ترڅو د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري لا رونق پیدا کړي.»

ایران مېشته افغان کډواله لینا نذیر وايي: « هغه ستونزې چې ایران کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي، په دې کې د سیمکارټونونو او بانکي کارټونو نه لرل هم شامل دي. د استوګنې کرايي او اجاره يي کورونه په ډېرې سختۍ پيدا کېږي، د افغانانو وېزې له ۳۰ ځلونو زیاتې نه تمدید کېږي، د ایران پولیس په ټولو قانوني او غیر قانوني افغانانو سره ناوړه چلن کوي.»

په ورته وخت کې د بشر حقونو فعالان د ایران دغه اقدام د کډوالۍ نړيوالو قوانينو خلاف عمل بولي او غوښتنه کوي چې افغان کډوالو ته دې د اصولو پر بنسټ د کار کولو اجازه ورکړل شي.

د بشري حقونو فعال ګلاب خان بهادري وايي: «د ایران هېواد په عباس بندر او قشم جزیره کې د ایران د دولت له خوا په تازه پرېکړه کې د افغان سوداګرو او کاروباریانو له ۷۰۰ زیات دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي او دوی ته یې د فعالیت اجازه نه ده ورکړې. په دې کار سره هره ورځ زرګونه ډالره افغان سوداګرو ته زیان اوړي او پانګه یې له لاسه وځي. د ایراني دولت دغه پرېکړه غیر قانوني او نا عادلانه ده. موږ غوښتنه کوو چې حکومت د خپله پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، ترڅو افغان سوداګر او اتباع خپلو پانګو ته لاسرسی پيدا کړي.»

ایراني چارواکو د دې هېواد وګړو ته خبرداری ورکړی، که غیرقانوني او بېګانه اتباعو ته ملکیتونه په کرایه یا اجاره ورکړي، له قانون سره سم به سزا ورکړل شي.

ایران کې غیرقانوني او بېګانه لفظونه تر ډېره افغان کډوالو ته کارول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist