Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اکپس څېړنیز سازمان: له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدل به وضعيت لا خراب کړي

د نړیوال پرمختګ مرکز: افغانستان د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/13

کمزوری اقتصادي وضعیت، د کاري فرصتونو کموالی او د کورنيو مسوولیتونه هغه عوامل دي چې له امله یې ډېری ځوانان خپلو هیلو ته نه دي رسېدلي.

د سړکونو پر سر ولاړ ځوانان د لاسي څيزونو په پلورلو سره د کورنۍ څه ناڅه اړتیاوې پوره کوي، خو وایي د کورنيو مسوولیتونو او ټيټ اقتصاد اړ کړي چې ورځنۍ اړتیاوې له هرې ممکنه لارې پوره کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی ربیع‌الله وايي: «هو! دا په اقتصادي وضعیت پورې تړلې ده، زه ایله دومره کولی شم چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، که له دې سره څنګ کې لږ معاش هم ولرم، کولی شم پوهنتون ووایم.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جاوېد بیا وايي: « هرڅوک یوه هیله لري، ما هیله لرله چې ښوونځي ووایم، معلم یا انجینر رانه جوړ شي. زه اوس کاغذي دسمالونه او صافي پلورم.»

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې اوس مهال شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان د نړيوالو بشري مرستو ته اړ دي، خو د خلکو شکايتونه دا دي چې دغه مرستې مستحقو کسانو ته نه دي رسېدلې.

عام خلک د دې ترڅنګ چې په اوسنيو ناوړه اقتصادي شرايطو کې د نړيوالو مرستو د دوام غوښتنه کوي، ترڅنګ يې له سرپرست حکومت هم غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالظاهر وايي:« ډېر مشکلات لرو، ۳۰ یا ۴۰ افغانۍ کار کوم، خو په کورنۍ کې ۸  تنه نانخور لرم. د کلي ملک مو په مرستو کې نوم لیکي خو مرستې هغه چا ته رسېږي چې واسطه لري.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالاحد وايي: « ټوله ورځ په ښار کې ګرځم، خو کار نه شم پیدا کولی. هرڅه چې کوم د کورنۍ خرج نه شم پیدا کولی. د مرستو لپاره د هغو کسانو نومونه لیکي چې واسطه لري، موټر لري او جایداد لري؛ زموږ غریبانو نومونه نه لیکي.»

له دې ورهاخوا، د نړیوال پرمختګ مرکز(سي.جي.ډي) د یوې نوې سروې په پایله کې موندلې چې افغانستان او اووه نور هېوادونه د امریکا نړيوالې پراختيايي ادارې مرستو ته اړتیا لري.

دې مرکز زیاته کړې، که د امريکا نړيواله پراختيا اداره (یو.اېس.اې.آی.ډي) له يادو هېوادونو سره مرستې بندې کړې، نو يوازې د افغانستان اقتصاد به ۷ سلنه نور هم زيانمن شي.

د نړيوال پرمختګ مرکز ویلي: « د ۲۶ هېوادونو له ډلې موږ ۸ هېوادونه په ځانګړې توګه سوېلي سوډان، سومالیا، کانګو، لېبیریا، افغانستان، سوډان، یوګانډا او ایتوپیا چې د امریکا له نړیوالې پراختیايي ادارې مرسته ترلاسه کوي، مشخص کړي دي. دا ښيي که امریکا د يوه کال لپاره مرستې بندې کړي، نو ۲۳ هېوادونه له ۱ سلنه اقتصادي زیان سره مخ کېږي. د يادو ۸ هېوادونو اقتصاد به له ۳ سلنې کمښت سره مخ شي او يوازې د افغانستان اقتصاد به ۷ سنله زیان وويني.»

ترکي رسنیو د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی چې په پاکستان کې مېشت ۱.۲ میلیونه تنه افغان کډوال به هم د امریکا د مالي مرستو بندېدو له امله اغېزمن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist