امریکا په مصر او اردن کې د غزې اوسېدونکو د مېشتونې او له دې تراړنګې د ویستلو لپاره د عربي هېوادونو له چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه تازه اقدام کې واشنګټن ته د اردن پاچا هم د همدې طرحې د تطبیق په موخه ورغوښتی و.
ټرمپ له نوموړي سره د لیدنې پرمهال ویلي، د غزې اخیستلو پلان نه لري، خو د ښکلو ودانیو او سوداګریز مرکز په توګه د دې ښار د رغولو او په سیمه کې د ثبات تحکيمولو لپاره یې واک اخیستلو ته ژمن دی.
ټرمپ زیاته کړې:« په غزه کې هېڅ شی د اخیستلو لپاره نه شته. موږ به غزه په واک کې ولرو، خو د اخیستلو لپاره يې هېڅ دلیل نه شته؛ ځکه هلته هېڅ شی پاتې نه دي چې واخیستل شي. دا یوه جنګ ځپلې سیمه ده، موږ به یې ونیسو، و به یې ساتو او قدر به یې وکړو.»
د امریکا د لسیزو متحد او د اردن پاچا په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د حلولو لپاره د ټرمپ لیدلوری په یو شمېر مسایلو کې ستایلی، خو له غزې د فلسطینیانو د ایستلو په اړه يې د نوموړي له دريځ سره مخالفت کړی.
د اردن پاچا له ټرمپ سره د لېدنې پر مهال د فلسطینیانو د مېشتېدنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې د ټرمپ پر یادې طرحې به د عربي هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.
د اردن پاچا عبدالله ابن الحسین ویلي: « زه بالاخره یو څوک وینم چې موږ سولې، ثبات او هوساینې ته رسولی شي او موږ به د عادلانه او هر اړخیزې سولې ترلاسه کولو لپاره خپل فعال رول ته دوام ورکړو.»
له غزې مصر او اردن ته د فلسطینیانو د ایستلو طرحې په اړه پراخ نړیوال غبرګونونه ښودل شوي دي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو هغه څرګندونې د ټولو نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ګڼلې دي چې وايي، د غزې اوسېدونکي دې سعودي عربستان کې مېشت شي.
دې سازمان په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، دا ډول څرګندونې د اسرائیلو له لوري د فلسطین ملت تاریخي، سیاسي او قانوني حقوقو ته سپکاوی او له هغو د منکر کېدو پالیسۍ یوه برخه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې یوه برخه:« اسلامي همکاریو سازمان دا هڅه د فلسطینیانو حقوقو ته شا کول او د دوی په خاروه د یوه خپلواک حکومت له جوړېدلو سره مخالفت او همدارنګه فلسطیني ملت له خپلې خاورې او حق محرومول ګڼي. دا عمل له نړیوالو قوانینو په ښکاره توګه سرغړونه ده.»
د دې ترڅنګ، د اسلامي همکاریو سازمان په غزه او د فلسطین په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري له یوې اوونۍ راهيسې پر شوي تاوتريخوالي مستند هم خپور کړی چې سلګونه فلسطیني وګړي په کې وژل شوي دي.
حماس غورځنګ په غزه کې پر اوربند سربېره پر عامو خلکو د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې د زندانيانو د تبادلې دويم پړاو وځنډاوه.
دغه ګام د امریکا او اسرائیلو له سملاسي ګواښ سره مخ شو.
د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، که حماس غورځنګ برمته اسرائيلي وګړي آزاد نه کړي، په غزه کې به بېرته جګړه پیل کړي.
د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو ویلي: « که حماس زموږ برمته وګړي د شنبې ورځې تر دوو بجو پورې آزاد نه کړي، نو ما ټولو ځانګړو ځواکونو ته په غزه او د دې تړانګې په ګردچاپېر کې د اوربند پای ته رسولو او بېرته جګړې ته د ور وګرځېدو امر کړی.»
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه مستند راپور کې ښکاري چې په غزه کې د جګړې له پيل تر دې مهاله شاوخوا ۱۸ زره ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړل شوې، عامه تأسیسات ویجاړ شوي او په روغتونونو کې روغتيايي خدمتونه او اسانتیاوي پر ټپه درېدلي دي.