د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یی ویلي، امریکا په افغانستان کې دوه لسیزې پرلپسې بې شمېره بشري جنایتونه وکړل او په بد وضعیت کې یې پرېښود. خامنه یي دا خبرې ایران کې د حربي پوهنتون محصلینو ته په وینا کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې امریکایانو افغانستان ته له شل کلنې جګړې وروسته په میراث کې تاوتریخوالی پرېښود. نوموړي ویلي، له مجهزو وسلو او وسایلو سره سره امریکا په افغانستان کې بې شرمه ماتې وخوړه.