د ننګرهار د روغتیا ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ډاکترانو ته د اسنادو، فیسونو او درملو اړوند مهم شرایط وضع شوي دي.
اعلامیه کې راغلي چې طبي ډاکتران باید خپل علمي سند ته په کتو، خپلې لوحې اصلاح کړي او هغه ډاکتر، چې د بهرنيو پوهنتونونو سند ونه لري، له لوحې دې شعار هم لرې کړي.
اعلامیه کې راغلي، چې لنډ مهاله روزنه اخیستل يا ستاژ دوره د کار لپاره سند نه ګڼل کېږي او نسخې بايد قيدي نه وي، له شفر پاکې او روښانه وليکل شي، چې هر ځای کې پرې د درملتون کسان پوه شي او د فهم وړ وي.
ډاکتران دې د هغو محلي درملو او يا هغه چې وزارت کې راجستر نه وي، له ليکلو ډډه ووکړي.