نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه پوځي قوماندان له خولې لیکلي، د امریکا پوځي اډې د کډوالو په استوګنځایونو بدلې شوي او شاوخوا درې پنځوس زره هغه افغانان، چې په وروستیو کې له افغانستانه وتلي په اتو بېلا بېلو اډو کې اوسېږي.
راپور کې ویلي شوي، نظامي کمپ ته له ورتګ وروسته هېڅ افغان له هغه ځایه د باندې وتلو حق نه لري.
بل پلو جیوریسټ خپرونې هم په یوه راپور کې ویلي، پولنډ کې افغانان د خوړو، پاکو اوبو او نظافت د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې هم په یوې لیکنې کې ویلي، چې امریکایي اډو کې مېشت افغانان خپل برخلیک ته انتظار دي.
د ورځپاڼې په باور، که څه هم افغانان د خپل هېواد له نا امنیو را وتلي، خو خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.
ویل کېږي، دغه افغانان به تر دوه کلونو هلته د بندي په توګه ژوند کوي او له هغې وروسته یې که اسناد ومنل شي تابعیت ورکول کېږي.