د هرات ولایت مقام وایې، دغه اووه ټېلره بشري مرسته، چې خوراکي توکي، درمل، اکسېجن او ژمنۍ جامې په کې شاملې وې، تېره ورځ اسلام کلاه بندر صفري نقطه کې د ایران خراسان رضوي ولایت چارواکو د هرات ځایي مسؤولینوته سپارلي دي.
د ایران د تایباد ښار امنیه قومندان د هرات مرستیال والي سره په خبرو کې ویلي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورۍ او اړیکو لا پراختیا په موخه شوې دي.
ایراني چارواکو دغه راز ویلي، نوي حکومت سره همکاری ته چمتو دي او په تېرو نږدې دوو میاشتو کې یې افغانستان کې د سولې او ثبات ستاینه کړې ده.
هرات کې د اسلامي امارت مسوولینو له ایرانه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
دا په تېره یوه میاشت کې څلورمه جوپه بشري مرسته ده، چې د ایران هېواد لخوا افغانستان افغانستان ته سپارل کېږي.