د تازه میوو یو بل هټۍ وال بیا وايي:« دا انار له کندهار راوړو، که درته ووايم،چې د خلکو بې روزګارۍ له امله زموږ د خرڅلاو بازار هم خراب شوی دی، کله که دلته بازار ښه نه وي، بيا پاکستان ته انتقاليږي،خو اوس وخت يې هلته هم بازار خراب دی.»
اخوا يو شمېر سوداګر چې له کندهار څخه کابل ته انار راوړي، د خپلې سوداګرۍ د ستونزو په اړه راته داسې وایي:« سږ کال د انارو په برخه کې ستونزې ډېرې دي. له کندهار يې راوړو، په هر کارټن کې پنځوس اتيا او يا سل روپۍ موږ تاوان کوو.»
د تازه ميو او سبزيجاتو ټولنې مشر اختر محمد هم مني،چې د تورخم له لارې پښتونخوا او پاکستان ته د صادراتو برخه کې شته ستونزو سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او زیات مواد د خرابیدو په حال کې دي.
اخترمحمد زیاته کړه:«همدا اوس د صادراتو په برخه کې ډېرې ستونزې دي، په ځانګړې ډول د تورخم دروازه کې مالونو او موترو ته اجازه نه ورکول کېږي. ډېری مالونه او مېوې اوبه وکړي او خراب شي.»
افغانستان د کرنې په برخه کې يو له زراعتي هېوادونو څخه دی،چې تر ډېره يې تازه او وچه مېوه بهر ته صادريږي،خو د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره د سږنيو محصولاتو ډېره برخه بهر ته انتقال نه شوه.