ارګ: د سولې خبرو لپاره طرحه جوړېږي.
د سولې لپاره د مشترک بورډ پر طرحې جوړولو کار روان دی.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د پلاوي د لېست له خپرېدو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوس هم د سولې د مشترک بورډ د طرحې پر جوړولو کار روان دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، سوله ملي پروسه ده او د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو لپاره هراقدام د لازمو مشورو پر اساس کېږي.
د چخانسوري په خبره، د سولې د خبرو لپاره د پلاوي ټاکل یوه عمده هڅه ده چې کار پرې روان دی.
د رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر غني یوولس کسیز لېست چې درې پکې ښځې دي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي په توګه ګمارلي دي.