Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا پوهنې ریاست:د اسلامي امارت اړوند کسانو لپاره لنډه مهالي د زده کړو کورسونه برابروو

admin by admin
2021/10/04

په سوېل کې د پکتیا  پوهنې ریاست چارسمبالی نیک محمد منیب وایي، وزارت په ټولییز ډول د داسې پروګرامونو لپاره د بودیجې په هڅه کې دی،چې له مخې به یې د اسلامي امارت اړوند کسانو ته د انګلیسي ژبې او کمپوټر زده کړو زمینه برابره شي .

منیب وايي،تر هغه چې د دې چارې لپاره بودیجه موندل کېږي،د زده کړو خصوصي بنسټونو سره یې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله کورسونو د جوړیدو هوکړه کړې.

منیب زیاتوي:«د اسلامي امارت لیکو کې ډېری هغه کسان د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو غوښتنه کوي،چې تر دولسم ټولګي یې زده کړې کړي دي،ترڅو ورته د نورو زده کړو زمینه برابره شي.»

د خصوصي زده کړو یو شمیر بنسټونو وار له مخې د اسلامي امارت اړوندو کسانو ته د انګلیسي او عربي ژبو او د کمپیوټر زده کړو لپاره چمتووالی ښودلی او سلګونه کسان جذبولی شي.

پکتیا کې د خصوصي زده کړو د یوه بنسټ مسوول رحمت الله  وايي:« د انګلیسي او عربي ژبو او د کمپیوټر د لنډ مهاله زده کړو لپاره چمتو یو  او کولی شو،چې تر ۸۰۰ پورې کسان جذب کړو.» 

د پوهنې ریاست مسوولین وایي، زرمت ولسوالۍ کې یې د نجونو هغه ۱۳ ښوونځي بېرته پرانیستي،چې وروستیو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې تړلي وو.

د پکتیا پورهنې ریاست چارسمبالی نیک محمد  وايي:« زرمت ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي د نامسووله کسانو له لوري تړل شوي وو. دا د اسلامي امارت پالیسي نه وه، اوس مو ښوونځي پرانیستي او ټولو ته مو ډاډ ورکړی دی، نجونې دې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولیږي.»

د پوهنې ریاست وایي، د نجونو د ثانوي زده کړو په اړه د وزارت لایحه د وروستي کېدو په حال کې ده او نږدې ورځو کې به نجونې له شپږ ټولګي پورته د زده کړو اجازه ولري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist