نن ماسپيښین د کابل ښار اړوند د عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې له ۳۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت یو شمېر سرچینو بیا ویلي چې د لومړنیو مالوماتوت له مخې، په دغه چاودنې کې اته کسان وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان دي.
د ذبیح الله مجاهد دفتر وایي، ښایي د وژل شویو او ټپيانو شمېر له دې هم لوړ شي.
ذبیح الله مجاهد په لنډ لیکلي پیغام کې بیا ویلي چې چاودنه د ملکي خلکو په منځ کې شوې ده .
نن په عیدګاه کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحې مراسم و، چې ګڼ طالب چارواکي هم ورغلي وو.
له نن سهاره عیدګاه ته ورغلې لارې بندې او کلک امنیتي تدابیر نیول شوې وو.
لا هم د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم.
د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.