Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خبریالانو ملي ټولنه: اسلامي امارت دې د رسنیو لپاره مشخصه تګلاره جوړه کړي 

admin by admin
2021/10/03

د افغانستان خبریالانو ملي ټولنه وایي، مالوماتو ته نه لاسرسي د خبریالانو ژوند او فعالیت ستونزمن کړی او له اسلامي امارت غواړي چې د رسنیو او خبریالانو لپاره مشخصه او ملاتړې تګلاره جوړه کړي، چې له مخې یې رسنیز فالیت هم ژوندی شي او د امارت فعالیتونه او پرمختګونه هم ولس ته روښانه شي.

د یادې ټولنې د مطبوعاتو مسوول مسرور لطفي وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې د رسنیو مسوولینو او د رسنیو ملاتړ ادارو سره کیني، خبرې وکړي او یو ځانګړی حقوقي میکانیزم جوړ کړي، ترڅو له خبریالانو، رسنیو او نورو اړوندو برخو ملاتړ وکړي.»

لطفي وايي،  په انلاین بڼه یې په ۹ ورځو کې  ۲۸ ولایتونو کې یوه ټولپوښتنه کړې او مالومات یې ترلاسه کړي، چې رسنۍ او خبریالان په بد حالت کې دي.

هغه  وايي، د جمهوریت په  وروستیو کلونو کې هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ و، خو اوس د دوی د مالوماتو له مخې، شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ پر ټپه ولاړې دي، ۶۷ سلنه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او شته  خبریالان د نا امنیو، او اقتصادي کمزورتیا له ګواښ سره مخ دي.

لطفي زیاته کړه: «تقریباا ۳۳ سلنه خبریالان اوس په رسنیو کې مصروف دي، خو له ستونزو سره مخ دي.

له نن دوه میاشتې مخکې که یوه خبریال کار کاوه، ممکن د نن پر تله یي ستونزې  کمې وې، خو نن له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

د اسلامي امارت د رسنیو مرکز بیا د ټولو رسنیو لپاره خپله پالیسي روښانه کړې، چې رسنۍ باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمې خپلې خپرونې ولري، بې پرې واوسې او داسې خبرونه نشر نه کړي، چې د ټولنې ذهنیت خراب کړي او دوی یې ملاتړ هم کوي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د جمهوریت په تګ او د اسلامي امارت په راتګ سره د رسنیو او خبریالانو ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او مالوماتو ته لاسرسی ورته محدود شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist