په افغانستان کې د ملګروملتونو ټولې اینجوګانو له یوې رهبرۍ فعالیت پیل کړی.
ولسمشري مانۍ وايي ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د افغانستان د اړتیاو په اساس کار وکړي.
له دې وړاندې د دغو انجوګانو ترمنځ په نه همغږۍ نیوکې کېدې خو له دې وروسته به په ګډه کار کوي.
دغه خبرې په ملګروملتونو کې د ولسمشر استازې فرخنده زهرا نادري دخپلې استعفا وړاندې کولو په مراسمو کې وکړې.
په ملګروملتونو کې د ولسمشر پخوانۍ استازې فرخنده زهرا نادري وايي تېر لمریز کال کې يي د ولسمشر په غوښتنه په افغانستان کې ملګروملتونو دټولو اینجوګانو فعالیت تر یوې رهبرۍ لاندې راوستلی.
نادري وایي ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د افغانستان د اړتیاو په اساس کار وکړي.
زهرا نادري وایي د یونیکا کمپلکس ته يې د دغو دفترونو په انتقال سره د کرايې، امنیت او لوجستیکي او نور برخو کې میلیونو ډالر سپمولي دي.
دغه راز فرخنده زهرا نادري وايي ولسمشر ته يي د لمریزکال له پیله استعفا وړاندې کړې وه، چې له اته میاشتو ورسته د ولسمشر له لوری ومنل شوه.
زهرا نادري د خپلې استعفا د لاملونو په اړه څه ونه ویل.