په پکتیا ولایت کې د شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۰ مه» یوې ناسته کې د اسلامي امارت یو شمیر مسوولینو وویل، امریکایانو د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف پر افغانستان تیری کړی و او هغه څوک یې هم نورو هېوادونو کې ووژل،چې ظاهراَ د هغوی پلټلو پسې راغلي ول.
په ورته وخت کې دوی وايي، په یوه مناست وخت کې به له امریکا پر افغانستان د برېد پوښتنه وکړي.
د اسلامي امارت د کابل جګړې مسوول عبدالرحمن منصور وايي:« موږ به له امریکا په ښکاره ډول پوښتنه وکړو،چې ولې یې پر افغانستان برید وکړ؟ دغو کسانو د نیولو خبرې مو چې کولې هغه خو مو دلته پیدا نه کړل او نورو هېوادونو کې مو ووژل.»
د اوبو او برېښنا چارسمبالی وزیر عبدالطیف منصور وایي ،نړیوال دې اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او د فشار په توګه دې له وسله والو ډلو سره تړاوو نه ورکوي.
منصور زیاتوي:« د روس په وخت کې اشرار و، د امریکایانو وخت کې موږ تروریستان وو اوس هم د فشار په توګه زموږ تړاوو له وسله والو ډلو سره کېږي،چې دا عدالت نه دی.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د نظام پر ټینګښت ټینګار کوي او له خلکو غواړي،چې تر څنګ یې ودریږي.
مجاهد وايي:« دا چې بیا د شخړو او جګړو شاهدان نه وو ، د یرغلونو شاهدان نه وو اسلامي نظام که الله را ک، چې ضایع نه شي خپلواکي مو ضایع نه شي د دې ټولو موخو تر لاسه کولو لپاره هېله ده ، چې ټول ولس مو تر شاه ودریږي.»
د اسلامي امارت مسوولین وایي،نظامي بریا یې تر لاسه کړې او د سیاسي بریا تر لاسه کولو په موخه له نړیوالو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو جوړېدو هڅې کوي.