Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اکپس څېړنیز سازمان: له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدل به وضعيت لا خراب کړي

اکپس څېړنیز سازمان: له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدل به وضعيت لا خراب کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/09

اکپس څېړنیز سازمان چې پر نړیواله کچه د بشري وضعيت په اړه د مالوماتو تحلیل او د بشري اړتیاوو د ارزونې په برخه کې فعالیت کوي، د یوه راپور په خپرولو سره وايي، د امریکا له لوري د بشري مرستو بندېدل به د هغو کورنيو لپاره سختې پایلې ولري چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د هر ډول مالي تمویل یا د مرستو رسولو د عملیاتو بندېدل به د افغانستان خلکو لپاره سختې پایلې ولري. په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

د کاري فرصتونو نه ‌شتوالی او ورځ تر بلې د لوږې او بېوزلۍ کچې لوړېدل هغه څه دي چې د راپورونو له مخې، له امله يې ډېری کسان د خپلو کورنيو ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.

کابل ښاریان ادعا کوي چې د نړيوالو له لوري شوې بشري مرستې تر ډېره اړمنو کسانو ته نه دي رسېدلي او غوښتنه کوي چې په دوامداره توګه پرځان د تکيه کېدو لپاره دې ورته د مرستو ترڅنګ کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی محمد نبي وايي: « د خدای په هیله دلته ناست یم، ۹ تنه اولادونه لرم، د ورځې ۵۰ یا ۶۰ افغانۍ پیدا کوم، خو دا مې د کورنۍ لګښتونه نه پوره کوي. مرستې راځي، خو موږ ته یې څوک نه راکوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد نعیم وايي: « نه پوهېږم څه وکړو، له سهاره ترماښامه ګرځو، اوس مو منډوي کې هم کار ته نه پرېږدي او وايي د کار جواز باید ولرې. ټوله ورځ هڅه کوم خو۱۰۰ افغانۍ یا پیدا کړم یا نه.»

شنونکي بیا د امریکا له لوري د بشري مرستو بندول تېروتنه بولي او زیاتوي، که څه هم دا کار په دولتي کچه پر اقتصاد منفي اغېز نه شي کولی، خو عام خلک ډېر زيانمنولی شي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « که امریکا ده که نور هېوادونه، دوی تېروتنه کوي چې دا بشري مرستې بندوي؛ ځکه چې د دې مرستو بندېدل پر عام ولس اغېز کوي. دلته  ۵۰ موسسې بندې شوې، په دې کې ډېرو کسانو دندې لرلې او بشري مرستې یې وېشلې، خو اوس په غریبو خلکو دا مرستې هم بندې شوې.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « هغه بشري مرستې چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا په تېرو درې نیمو کالو کې له افغانستان سره کېدې، یوازې د غذايي خوندیتوب لپاره وې، نه د اقتصادي ودې او کارموندنې لپاره.»

بل پلو، د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د امریکا له لوري پر موسسو د مرستو بندېدل پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز نه شي کولی او په خبره يې د سرپرست حکومت اقتصادي سياست پر کورنيو عوايدو استوار دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « پر موسسو د امریکا د مرستو بندېدل به د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ جدي اغېز ونه لري، ځکه چې د هېواد عمومي اقتصادي پالیسي د ملي عاید پر بنسټ جوړه ده او پر بهرنیو مرستو تکیه نه لري.»

له تېرو درېیو کالونو راهیسې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان مرستو ته اړمن بللي او دوی ته د رسېدنې لپاره يې په مکرره توګه د زياتې بسپنې د ځانګړې کېدو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist