د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولا عبداللطيف منصور له مسوولینو سره په خبرو کې ویلي، کمال خان بند ته د برېښنا د تولید دستګاه ټول وسايل رسېدلي او ژر به وصل شي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چارواکو د شاه و عروس بند کارونو پر وړاندې د شته خنډونو په اړه غږېدلي او د ستونزو پر حل ټینګار شوی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، دکمال خان او شاه عروس بندونو پروژې د دې وزارت د لويو پروژو له ډلې څخه دي، چې هېواد کې د اوبو مديريت او انرژۍ تولید په موخه جوړې شوې دي.