د پاکستان لومړي وزیر عمران د ترکیې ټي آر ټي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، دوی د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره د سولې خبرې پیل کړي دی.
عمران خان ویلی، که طالبان وسله پر ځمکه کېږدي، دوی به یې وبښي او هغوی به د عادي وګړو په څېر ژوند ته راستانه شی.
خو په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو له لوری خپور شوي پیغام کې د لومړي وزیر عمران خان دغه ادعا، چې ګنې دوی سره اوربند کوي رد شوې ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر په نوم د پاکستاني طالبانو یوې ډلې له حکومت سره شل ورځنی اوربند کړی دی.
خو تحریک طالبان پاکستان تر دې سمدستي وروسته یو بیان خپور کړ او په کې ویلي یې دي، چې دوی متحد دي او اختلاف په کې نه شته.
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی، چې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي.