د بریټانیا پلازمینه لندن کې لاریون کوونکي سړکونو ته راوتلي او د پر چین یې تور پورې کړی، چې ګنې بشري حقونه یې نقض کړي او په شینجیان کې نسل وژنه کوي.

په لاریون کوونکو کې د ایغور او ټیبټ خلکو په ګډون د هانګ کانګ اوسېدونکي هم شامل وو.

دغه لاریون، چې هېڅ تاوتریخوالی پکې ونشو او په سوله ییز ډول پای ته ورسېد، هلته یې دچین سفارت مخې ته د دغه هېواد بیرغ وسوځاوه.

پر بیجینګ تورونه دي، چې چین کې د ایغور او نورو مسلمانانو ډله ییز نیول کوي او کلتور یې له منځه وړي، خو چین بیا وایي دا کړنې یې له ترهګری سر د مبارزې یوه برخه ده.