Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه کې د افغانستان سفارت خپل فعاليت بند کړ

ترکیه کې د افغانستان سفارت خپل فعاليت بند کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/08

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د يوې خبرتيا په خپرولو سره ویلي، د ترکیي  چارواکو د پرېکړې پر بنسټ یې خپل فعالیت بند کړی دی.

په ترکيه کې د افغانستان سفارت د دې پرېکړې لامل د سفارت پر ډېپلوماټانو او مامورینو پرله پسې فشارونه ښودلي او څرګندوي چې د سفارت ودانې يې د اسلامي امارت د استازي پر ځای د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده.

ترکیه کې د افغانستان سفارت په دې اړه ویلي: « د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ راوروسته، د سفارت د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امارت هڅو، د سفارت پر ډېپلوماټانو او مامورانو باندې د دوامداره فشارونو او دغه راز د ترکیې پر حکومت باندې له فشارونو وروسته، د کوربه هېواد  د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د جمهوریت د سفیر او د سفارت د ډېپلوماټانو ماموریت ختم کړي.»

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته په انقره کې د افغانستان سفارت له سپارلو سره سم، د  اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د هېوادونو په ډېپلوماټیکو استازولیو کې د کارکونکو او ډېپلوماټانو بدلون عادي کړنه بولي او په خبره يې، په انقره کې د افغانستان سفارت به د تېر په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د نویو ډېپلوماټانو له لورې به يې چارې پرمخ وړل کيږي.

جلالي زیاته کړې: « د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د خپلو هېوادوالو او نورو مراجعينو په خدمت کې دی. هېوادوال بايد ډاډه اوسي چې په سفارت کې د اسلامي امارت د ډېپلوماټانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسووليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي. د هېوادونو په ډېپلوماټيکو استازوليو کې د ډېپلوماټيک کادر ادلون بدلون عادي خبره ده.»

دې ته په پام سره، د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې نظر دي چې سرپرست حکومت دې له ترکیې سره خپلې ډېپلوماټیکي اړیکي پیاوړې کړي او دغه هېواد ته دې قناعت ورکړي چې سفارت اسلامي امارت ته وسپاري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه دوکتور سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت باید ترکیې سره خپلو ډېپلوماټیک روابط قوي کړي، د سفارت د بندېدو لاملونه روښانه کړي او د نړیوال مشروعیت لپاره د منلو وړ پالیسي غوره کړي.»

له دې ور اخوا،  پاکستان، چین او روسیه په هغو هېوادونو کې شامل دي چې د اسلامي امارت ډېپلوماټان یې منلي دي، خو په ترکیه کې د تېر جمهوري نظام د ډېپلوماټانو ماموریت پای ته رسېدل او کوربه هېواد ته د سفارت سپارلو په اړه د شنونکو نظرونه وېشلي دي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « اوس باید د هغو تجربو پر بنسټ چې په تېرو څو لسیزو کې ترلاسه شوې، اسلامي امارت پرته له دې چې له نورې نړۍ سره تعامل وکړي او د نړیوالو عمده غوښتنې چې لومړۍ یې د نجونو د ښوونځیو پرانستل دي ونه مني، د سفارتونو ترلاسه کول به یوه لویه ستونزه وي. دوی باید داسې څه وکړي چې هم یې نړیوال غواړي او هم یې ولس وغواړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په ترکیې کې د افغانستان سفارت چارې د پخواني حکومت ډېپلوماټانو پرمخ وړلې، خو اوس به وليدل شي چې له دې دغې پريکړې وروسته کوبه هېواد کله په رسمي ډول افغان سفارت د اسلامي امارت له لوري معرفي شویو ډېپلوماټانو ته سپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist