د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سرې میاشتې ټولنو له نړیوالو ۲۴ میلیونه ډالر غوښتي، چې د ۱۲ میاشتو لپاره د افغان کډوالو لاس ونیسي او اساسي اړتیاوې یې ورپوره کړي.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون ویاندې نتالي ویلي، تر ټولو لوی مشکل دا دی، چې خلک له بانکونو پېسې نه شي ایستلی.
سور صلیب وایي، په افغانستان کې دا مهال ۱۸ میلیون خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره اساسي بشري مرستو ته اړتیا لري.
مېرمن نتالي خبرداری ورکړی، چې د موسم په سړېدو سره به دا ستونزې لا نورې زیاتې شي.