پرون ماښام د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د رئیس الوزرا مرستیال په کابل کې د سیاسي استازولیو استازي ور بللي وو.

ناسته کې دګڼو هېوادونو له ډیپلوماتانو او سفیرانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې یې خپل کار ته دوام ورکړ.

برادر ویلي، افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي او مسوول حکومت په توګه د ډیپلوماتانو او سیاسي استازو خوندیتوب ته ځان ژمن بولي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بیا له ټولو هغو دولتونو څخه مننه وکړه، چې افغانانو سره یې بشري مرستې وکړې.

نوموړي ویلي، موږ نه یوازې د امریکا له متحدو ایالتونو سره، بلکې له ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ، خلیجي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او له اروپايي هېوادونو سره هم د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړو.