ټاکل شوې، چې د جي شل ډلې رهبران په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان وروستي بدلون او د افغانانو پر وضعیت بحثونه وکړي.
د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي دغه ناسته مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه به ترسره شي.
لومړي وزیر دراګي ویلي، د جي۲۰ غړي هېوادونه به په دې ناسته کې افغانستان سره پر بشري مرستو او همدا راز د ترهګرو پر خوندي ځای د دې هېواد د بیا نه بدلېدو په تړاو مهم بحثونه او پرېکړې وکړي.