Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اروپايي ټولنې او تاجيکستان چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او تاجيکستان چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر سراج ‌الدین مهرالدین د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي توماس نېکلاسن سره په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي، په دې لیدنه کې له افغانستانه سيمې ته د اوسنیو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د تاجکستان او اروپايي ټولنې پر ګډه همغږۍ هم ټينګار شوی.

د اعلامیې یوه برخه: « د افغانستان وضعیت په اړه اغېزمنې خبرې وشوې او همدا راز د موجوده ګواښونو او ننګونو لپاره پر همغږۍ بحث وشو.»

اعلامیه زیاتوي، د اروپايي ټولنې او تاجکستان ترمنځ په ګڼو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ هم مهمې ګڼل شوې دي.

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان د ګاونډيو هېوادونو دا ډول څرګندونې د خپلو سیاسي اهدافو برخه بولي او زیاتوي، د افغانستان له وضعیت د اندېښنو لرلو په صورت کې باید ګاونډي هېوادونه د سرپرست حکومت له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د افغانستان په اړه د دوی اندېښنې سیاسي موج سواري ده. که زموږ ګاونډیان ریښتیا هم صادق دي، په خپلو خاورو کې جوړ کړي کمپونه او د دوی تر مدیریت لاندې افراد دې افغانستان ته واستوي، ترڅو د ملي ګټو په چوکاټ کې سره کېني او ستونزې حل کړي. د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان د سیمې او نړۍ په امنیت ټینګولو کې ښه رول لوبولی شي. زه تمه لرم اجازه ورکړي چې افغانان له سرپرست حکومت سره ستونزه خپله حل کړي، نه د هغوی د هغو ناوړه اهدافو پر بنسټ چې دوی پرې بحث کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « که غواړو چې سیمه د ځان په اړه ډاډمنه کړو او ښې اړیکې ورسره ولرو، ښه به دا وي چې خپله کورنۍ دنده ترسره کړو. موږ وینو چې د سیمې هېوادونه لکه تاجیکستان، ازبېکستان او قزاقستان په خپل کور کې ډېر پياوړي دي، هم په اقتصادي او هم په ټولنیز لحاظ ډېر ټیکاو لري او غواړي چې موږ هم د همدې ټیکاو له مخې ورسره مرسته وکړو او اجازه ورنه کړو چې زموږ کاواکي او کم واکي په سیمه ناوړه اغېز وکړي.»

له دې وړاندې د ګډو ګټو سازمان چې تاجکستان، روسیه، ازبېکستان او یو شمېر نور هېوادونه یې غړیتوب لري، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان سره د ګډې پولې د امنیت خوندیتوب او هلته د یاد سازمان د غړیو هېوادونو مشترکه همکاري مهمه بللې وه.

اسلامي امارت د تاجیکستان په ګډون ټولو هېوادونو ته په کراتو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې کارولو ته نه پرېږدي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist