Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ: مزارشریف ښار کې د ښاري بې نظمۍ په اړه د خلکو شکايتونه زيات شوي. 

admin by admin
2021/09/30

د بلخ مرکز مزار شریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي،د مرکزي برخې نږدې هر پياده  کې رو لاس پلورونکو پر خپل سر غرفې درولي، چې له  امله بې نظمي او ګډوډي رامنځته شوې ده.

دوی وايي،د ښارۍ بې نظمۍ او ګډوډۍ په اړه یې د شکايت تر څنګ له مسوولینو د دغې ستونزې د بېړني حل غوښتنه کوي.

د مزارشریف اوسېدونکی زلمی وايي:« خدای شاهد دی. ټول پوهېږي،خو بيا هم سر نه خلاصوي، يو به وګورې،چې د سړک په منځ کې يې موټر په ساعتونو درولی وي، بل به وګورې،چې غرفه يې په پياده رو کې درولې او لاره يې بنده کړې وي، خلکو خپله نظم خراب کړی دی.»

د مزارشریف یو بل  اوسېدونکی ثمر الدین بیا وايي:« خلک بايد نظم مراعت کړي. په سړکونو او عامه ځايونو کې دې نه درېږي، دې سره به بيروبار هم کم شي او د ګډوډۍ مخه به هم ونيول شي.»

له دې سره مزار شریف ښاروالۍ، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او يو خصوصي شرکت هڅې پيل کړي، چې ښاريانو ته د عامه پوهاوي په ورکولو سره بېرته ښاري نظم رامنځته کړي.

د مزار شریف ښاروال مولوي قدرت الله طارق وايي:« له ښاريانو څخه غوښتنه کوو،چې تل  لهموږ سره د ښار په پاک ساتلو او مزين کولو کې همکاري وکړي، دا زموږ ټولو مسووليت دی.»

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست مولوي ذبيح الله نوراني وايي:« له کور څخه نيولې بيا تر مارکيت او ښار پورې، ټول بايد هڅه وکړو،چې نظم او  د ښار پاکوالی مراعات کړو. په همدې تړاو ګډ کار کوو،چې ښار پاک کړو او نظم برقراره وي.»

مزارشريف د هېواد له لويو ښارونو څخه يو دی،چې د ډېر نفوس درلودو له امله وخت نا وخت په کې خلک د ښاري بې نظميو او ګډوډيو په اړه شکايتونه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist