Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کرنې ریاست: د یو شمير نیمګړو  پروژو چارې بیا پیل شوي 

admin by admin
2021/09/30

د پکتیا  ولایت کرنې ریاست  مشر علاو الدین شهید زوی وايي، په مرکز ګردیز کې د مالدارۍ اړوند د یو شمېر هغو پروژو چارې بیا پیل شوي،چې د وروستیو تحولاتو له امله  یې کارونه ځنډیدلي وو.

شهید زوی وایي:« ډېری خلکو دا اندیښنه درلوده،چې نیمګړو پروژو ته به اسلامي امارت پاملرنه ونه کړي او همداسې به پاتې شي،خو موږ ډاډ ورکوو،چې د کرنې برخه کې به د ټولو نیمګړو پروژو چارې بیرته پیل شي، دا یې یوه بیلګه ده.»

په ورته وخت کې شهید زوی وايي،له یو شمیر نړیوالو موسیسو سره داسې هوکړې ته رسیدلي،چې له مخې به یې پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې پروژې پلې شي.

شهید زوی وايي:«یو شمیر همکارې موسیسې،چې مخکې یې هم د کرنې برخه کې کار کاوه هوکړې ته ور سره رسیدلي،یو چې د کرنې بیلابیلو برخو کې پروژې پیل کړي ځینو یې لومړني کارونه پیل کړي دي.»

یو شمیر بزګران او مالداران د اسلامي امارت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې پکتیا کې دې بېلابېلو برخو کې کار وکړي.

یو تن بزګر وايي:« له یوه لاس ټک نه خیژي.موږ به حکومت سره همکاري وکړو هغوی دې مونږ سره مرسته وکړي ، څو چې د کرنې برخه کې ګډ کار وشي.»

یو بل بزګر بیا وايي:« د پروژو پلي کېدل اړین دي.موږ مالداري او ځمکه لرو،په کار ده، چې بېلابېلو برخو کې پروژې پلې شي.»

د اسلامي امارت په راتګ سره پکتیا کې د سړو خونو او یو شمیر پروسیس مرکزونو د جوړیدو تر څنګ د کرنې اړوند د ګڼو پروژو چارې ځنډیدلي،خو د اسلامي امارت ډاډ دا دی،چې د دغو ټولو پروژو چارې به بیا پیل شي.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist