Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

اسلامي امارت هغه ټولې څرګندونې او ادعاوې تبلیغات ګڼي چې وايي، د سرپرست حکومت د جګ پوړو چارواکو ترمنځ  اختلاف موجود دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، دا ډول پروپاګند هېڅ ځای نه شي نیولی.

مجاهد زیاته کړې، هېڅ کله هم پروپاګند نه شي کولی چې واقیعتونه له منځه یوسي او د اسلامي امارت د غړیو ترمنځ یوالی او تعهد یو ستر واقیعت دی.

هغه په دې اړه ویلي:« تبلیغات به وي، پروپاګند او دروغ به وي خو واقعیت نه شي بدلولی. د امارت اتحاد واقعیت دی، د امارت بریا واقعیت دی، نن سبا د امارت حاکمیت واقعیت دی او د دې ساتنې ته د امارت د غړیو تعهد هم یو واقعیت دی. موږ افغانانو ته اطمینان ورکوو، ډاډ ورکوو، د دروغو مزل لنډ دی او هېڅوک نه شي کولی په درواغو واقعیتونه بدل کړي؛ نه اختلاف موجود دی، نه اخ ډب شوی او نه څوک ژوبل شوي او نه هم دا خبرې واقعیت دی؛ اوس یې هم مه منئ او لس کاله وروسته هم.»

د سیاسي چارو شنوونکي وايي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې اسلامي نظام نه شي زغملی، د سرپرست حکومت پر ضد يې تبلغاتي جګړه پيل کړې.

 د دوی په اند، دا چې ویل کېږي د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ اختلاف موجود دي، د غربي هېوادونو هغه اجنډا ده چې غواړي د ځانګړو کړیو له لارې پر پروپاګند لاس پورې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاشم الکوزی وايي: « دا چې په دې وروستیو کې موږ تاسو تبلیغات اورو چې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ اختلافات شته؛ زه تر هرڅه وړاندې دا وایم چې دا خبرې مطلق دروغ دي، دا د شرق او غرب او نورو کفري هېوادونو فکري جګړه ده او دا هغه جنګ دی چې همدا اوس دوی پيل کړی چې د خلکو ذهنیتونو او غوږونو ته دا ورسوي چې د اسلامي امارت ترمنځ اختلافونه، ستونزې او ناخوالې شته. زه وایم چې دا د غرب پروژې دي.»

په ورته مهال، ذبیح الله مجاهد د باګرام اډې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، داسې تعامل هېچا سره نه کوي چې خپله خاوره  د دوی په واک کې ورکړي.

مجاهد زیاتوي، بګرام به هېڅکله هم د امریکا لاس ته ورنه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: « افغانستان یو آزاد هېواد دی او له هېچا سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره د هغو په اختیار کې ورکړي. ټول شاهدان دي چې د باګرام هوايي ډګر د افغانانو په لاس کې دی. امریکا نه شي کولی چې له موږ باګرام ونیسي، دا هسې خوب او خیال دی او تر سلو کالو هم دوی ته اسانه نه ده.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي، افغانستان اوس یو داسې ځواکمن او متعهد امنیتي ځواکونه لري چې د تنخوا لپاره  نه بلکې د تعهد او عقیدې له مخې دندې ترسره کوي.

د مجاهد په خبره، له بل هر وخت اوس ډېر په افغانستان کې ښه امنیت ټینګ دی او په هیڅ ځای کې د داعش ډله  پټنځای او مرکزونه نه لري.

د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې داهم ویلي، اوس هم امریکا په نړیوال سیاست باندې حاکمه ده او ګڼ هېوادونه د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره تعامل ته زړه نه ښه کوي چې داهم د هغو هېوادونو ستونزه ده، نه د افغانستان د حکومت. چ

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist