Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: د افغانستان هوايي حریم ته د امریکايي الوتکو داخلېدل له نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی

admin by admin
2021/09/29

پر ټول افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته امریکا او یوشمیر نور لوېدیځ هیوادونه په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د بیا راپورته کېدو په تړاو اندېښنه لري او ویلي یې دي،چې په افغانستان کې به د داعش غړي  د هوايي بریدونه له لارې په نښه کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د لویدیځو هېوادونو دې دریځ ته غبرګون ښودلی او دامریکايي ځواکونو د بې پیلوټو الوتکو بریدونه یې دافغانستان هوايي حریم ته سپکاوی او د نړیوالو قوانینو او همداراز په دوحه کې له دوی سره دکړو ژمنو خلاف عمل بللی دی.

اسلامي امارت له امریکا غوښتنه کړې ده چې له دغه ډول کړنو او سرغړونو لاس واخلي او مخنیوی دې وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت: «اسلامي امارت د افغانستان د يوازني حقوقي اړخ په توګه د افغانستان د ځمکني او هوايي حریم ساتونکی دی، خو امریکا په دې وروستیو کې د ټولو نړېوالو حقوقو، قوانینو او د امریکا د خپلو کړو تعهداتو، چې په دوحه کې یې له اسلامي امارت سره کړي په ټکر کې عمل کوي. د افغانستان سپیڅلی هوايي حریم د امریکايي ډرون له خوا اشغال کېږي، چې دا سرغړونې باید اصلاح او مخنیوی يې وشي.»

اخوا د پوهنتون استاد فیض ځلان بیا وايي، دهیوادونو هوايي او ځمکني حریم ته داخلیدل باید د هغه هېواد موافقې او همغږۍ پر اساس وي، خو امریکا د افغانستان له اوسني نظام سره له کومې اړیکې پرته د هېواد هوايي حریم مات کړی دی چې دا کار د افغانستان د ملي ګټو خلاف دی او په ښکاره له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

ځلاند زیاتوي: «په دې وروستیو کې د امریکايي ډرون الوتکو موجودیت د افغانستان په هوايي حریم کې دا د افغانستان د ملي منافعو پر ضد کار دی او په ښکاره د یوه هېواد د هوايي حریم نقض کول دي، چې د امریکا له لوري کېږي او امریکا باید له دغو سرغړونو لاس واخلي.»

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو او په ځانګړي توګه له امریکا غواړي چې له افغانستان سره خپل تعامل د نړیوالو تعهداتو او قوانینو پر اساس تنظیم کړي، ترڅو د داسې کړنو دبدو عواقبو مخه ونیول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist