Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیرمقام: له افغانستان سره د خیبرپښتونخوا خپلسري مذاکرات بې ګټې دي

امیرمقام: له افغانستان سره د خیبرپښتونخوا خپلسري مذاکرات بې ګټې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/04

د خیبر پښتونخواه د اعلی وزير علي ‌امین ګنډاپور هغو خبرو د پاکستاني چارواکو توند غبرګون پارولی چې وايي، غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره یو پلاوی کابل ته واستوي.

د پاکستان د ایالتونو، سرحدي سیمو، کشمیر او ګلګټ‌ بلتستان د چارو وزیر امیر مقام له ډان ورځپانې سره په مرکه کې ویلي، ایالتي حکومتونه د دې صلاحیت نه لري چې په خپل سر له هېوادونو سره مذاکرات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، که چېرې دا کار وشي او مرکزي حکومت په جریان کې نه وي، ترسره شوې خبرې به بې پایلې وي او ملاتړ به ترې ونه شي.

هغه زیاته کړې: « دا د ایالتي حکومت د صلاحیت ساحه نه ده، بلکې د دوو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او مذاکرات یوه مرکزي موضوع ده چې فېډرالي حکومت او بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري. که داسې وي نو؛ سبا به بلوچستان وايي چې موږ له ایران سره مذاکرات کوو او پنجاب به وايي، چې موږ په یواځې ځان له هند سره خبرې کوو. په داسې حالت کې به بیا د مرکزي حکومت واک او صلاحیت څه وي؟»

امیر مقام دغه راز ویلي، ایالتي حکومتونه په خپل سر د مذاکراتو پر ځای باید خپلې غوښتې د مرکزي حکومت له ادرسه له هېوادونو سره شریکې کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو ژوروالي ته په کتو او دا چې د پاکستان حکومتونه د خپل سټراتیژیک عمق له مخې د دې ستونزو د ایجادولو لوبغاړي دي؛ نو په کار ده چې دغه ستونزې په مخامخ ډول د دواړو خواوو ترمنځ بحث شي.

د پوهنتون استاد فیض‌ محمد ځلاند وايي:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناخوالې، بد مرغۍ او دوه مخی منافقانه سیاست د پاکستان د نظامیانو او دولت له خوا ترسره کېږي. ګنډاپور د یوه ایالتي مشر په توګه نه شي کولی دغه لویه ستونزه حل کړي، دویمه خبره دا ده چې دا کار د ده په صلاحیتونو کې نه دی او درېیم دا چې ګنډاپور د انصاف ګوند استازی دی او دغه ګوند د پاکستان په اوسني حکومت کې ډېر کمزوی دریځ لري او مشر یې بندي دی.»        

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو مېشتو پښتنو ستونزې له يوه ادرسه دي او د دوی مشرانو ترمنځ لیده کاته کولی شي د ستونزو حل لپاره ياد ولسونه پر واحد نظر سره راټول کړي.

دوی وايي، دا مهال امنیتي مسایل، د افغان کډوالو موضوع او د سوداګرۍ ټکني کېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې ستونزې بلل کېږي چې اړتیا ده پرې بحث وشي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « دا چې د ډېورنډ نا منل شوې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه اوسېږي او د دغو پښتنو ترمنځ د خبرو اترو لپاره کله نا کله اړتیا وي چې د دواړو خواوو د قومونو مشران واستول شي، یا دا چې ګنډاپور د خیبر د هغې جرګې غړیتوب درلود چې په تېر اکټوبر کې په ۱۲ تاریخ جوړه شوه.»    

دا داسې مهال ده چې سرپرست حکومت تل په پاکستان کې روانې ستونزې د دې هېواد کورنۍ ستونزه ګڼلې، خو ترڅنګ یې د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو پر حل هم ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist