یو شمېر موټرچلوونکي وايي، د هرات اسلام کلاه ګمرک کې لاهم چارې په سمه توګه نه دي پيل شوي او په خبره یې ډېری پانګوالو خپل کارو بار نه دی پیل کړی.
یو تن موټر چلوونکی وايي:« نه نه مخکې خو ډېره ګډوډي وه، اوس شکر الحمد الله نظم ډېرسم دی، خو کار نه شته دی. کار ډېر لږ دی،ما د شپږو میاشتو لپاره ویزه اخیستي وه، تر اوسه پورې مې دوې پېري وهلي دي، نه د مخکي په پرتله کارونه سم نه دي پيل شوي، موږ به وړاندې اونۍ کې دوې پيري وهلي،خو اوس یوه پیره هم نه کېږي.»
موټر چلوونکي وايې،د ګمرکي اسنادو پړاونو بشپړولو په برخه کې هم یو لړ ستونزې شته، چې له اسلامي امارته یې د حل غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی وحید احمد وايي:« اوس خو تجاران هم نشته دی، کاروبار نه کوي، تجاران تللي، له همدې امله وایو، کارو بار نشته دی. ان شاءالله سمیږي، توکل پرخدای وبه ګورو، چې به وشي.»
بل پلو سوداګر بیا وايي، اسلام کلاه ګمرک کې د وارداتو کچه د پخوا پرتله ځکه کمه شوي، چې ډېری سوداګرو لاهم خپل کارو بار نه دی پیل کړی.
د ګمرک مسوولین سوداګروته ډاډ ورکوي،چې خپل کاروبار دي پيل کړي او په هره برخه کې به ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
اکرام الله اکرام د اسلام کلاه ګمرک مسوول وايي:«موږ بشپړ ډاډ ورکوو. له دې وړاندې مو هم ډاډ ورکړی دی، چې سوداګر هره ستونزه لري، هغه به ان شآءالله حل کړو. دوی دې هیڅ تشویش نه کوي.»