Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالد حنفي: بهرني فشارونه اسلامي امارت له خپلو اهدافو راګرځولی نه شي

خالد حنفي: بهرني فشارونه اسلامي امارت له خپلو اهدافو راګرځولی نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/04

د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر وزارت سرپرست وایي، د نړیوالو له لوري فشارونه، دسیسو جوړول او پر مهمو چارواکو د جایزو ټاکل د سرپرست حکومت نظریه او اهداف نه شي بدلولی.

نوموړي دا څرګندونې په هغه غږيز کليپ کې کړې چې د ملي ټلوېزيون له لوري خپور شوی او په کې زیاته شوې، مخالفان د اسلام او د اسلامي نظامونو د بدنامولو په هڅه کې دي.

حنفي د يادو هڅو پر وړاندې پر صبر، استقامت او تقوا ټينګار کړی.

هغه زیاته کړې:« ستاسو خلاف به منصوبات جوړوي، تکلیفونه به وي او پالیسۍ به وي؛ نو تاسو به څه کوئ؟ الله تعالی فرمايي، تاسو به خپله نظریه نه پرېږدئ او په دې وخت کې به استقامت څخه کار اخلئ. د کفارو، مکارو مکرونه، د کفارو منصوبه به ادامه لري، خو تاسو به متضرر کېږئ نه. که څوک اخطارونه در کوي او میلیونه جایزې ټاکي، نو استقامت دا دی چې مسلمان خپل هدف نه پرېږدي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا د خالد حنفي خبرو ته په پام سره د نړيوالو فشارونو پر وړاندې د سرپرست حکومت له لوري د تدبير او سنجول شویو پالیسيو پر اختيارولو ټينګار کوي.

 دوی زياتوي، سرپرست حکومت دې نور افغانان له موجوده ستونزو خلاص کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له یوې خوا نړۍ له خپلې سخت دریځۍ نه اوړي او له بلې خوا په داخل کې د اسلامي امارت چارواکي له زغم نه کار نه اخلي، زه فکر کوم د دې کار ډېر زیان ولس ته رسېږي. ښه دا ده چې په دې برخه کې له مسوولیته ډک چلن وشي او اسلامي امارت هغه څه ومني چې نړیوال یې د اسلام په چوکاټ کې غواړي. د افغانستان خلک نور د دې توان نه لري چې لوږه، بېکاري او بېوزلي تحمل کړي؛ ځکه د دې ټولو فشارونو کفاره ولس پرې کوي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د نړیوالو له لوري واردېدونکي فشارونه په افغانستان کې بشري وضعيت نور هم سختولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « تاسو ته مالومه ده چې امریکا هغه ۴۰ میلیونه اونیزې مرستې بندې کړې چې د نړیوالو موسسو لپاره یې استولې. د امریکا ولسمشر په تکرار سره وايي چې د باګرام اډه ورته ارزښت لري، خو طالبانو هم په کراتو ویلي چې هېڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شي. که چېرې د سیاست په ډګر کې دوی له غربي نړۍ سره راکړه ورکړه ونه لري، افغانستان کې به نوې جګړې او ناخوالې رامنځته شي.»

له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر هم ټینګار کړی و چې د بهرنیانو له لوري فشارونه پر اسلامي امارت هېڅ ډول اغېز نه لري او د سرپرست حکومت د استحکام ترڅنګ به د شریعت تطبیق ته دوام ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist