د دغه هېواد چارواکي وایي، چې د ګواکویل ښار په یوه زندان کې د بندیانو ترمنځ د شخړو له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.
زندان ته وروسته پوځیان او پولیس استول شوي او پنځه ساعته وروسته یې یاده شخړه مهار کړې ده.
مالومات ښیي، چې د زندان په منځ کې د وسلو ډزو په ګډون چاودنې او چړې هم کارول شوي، چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.
د کامرو انځورونه ښیي، چې بندیان د چاودنو لوګیو په منځ کې د خپلو کوټو له کړکیو ډزونه کوي.
دایکوادور په زندانونو کې وخت نا وخت دا ډول پېښې کیږي، چې پرونۍ پېښه یې په روان کال کې دریمه خونړی پېښه ده.