د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا استازو جرګې وسله والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته ویلي، افغانستان کې باید دوه نیم زره امریکايي سرتېري پاتې شوي وای، تر څو د طالبانو مخنیوی شوی وای.
میلي ویلي، افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه یوه ستراتېژیکه نکامي وه.
جنرال میلي همداراز ویلي، طالبانو د دوحې هوکړې د ۷ شرطونو له ډلې یوازې یو شرط پوره کړی، او هغه دا چې پر امریکایي ځواکونو یې برید نه دی کړی.
دغه امریکايي جنرال په ورته وخت کې خبرداری ورکړی، چې القاعده ډله به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه امریکا وګواښي.
نوموړي ادعا کړې، چې طالبانو لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي.