د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن پرون د امریکا استازو جرګې د وسله وال ځواک کمېټې ته په خبرو کې ویلي، د هغو پیسو په اړه هېڅ مالومات نه لري، چې ویل کېږي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني تښتولي دي.
لویډ اسټن ویلي، وروستي مالومات یې چې ترلاسه کړي دا دي، چې اشرف غني اوس هم په متحدو عربي امارتو کې دی، خو د پیسو په اړه یې مالومات نه شته.
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د اشرف غني لخوا د تښتول شوو پیسو په اړه دې نړیوال سازمانونه څېړنې وکړي.
پر اشرف غني تور دی، چې له کابله د تګ پر مهال یې له ځان سره شاوخوا ۱۶۹ میلیونه ډالره وړي دي.