د افغانستان اسلامي امارت ویلي، امریکا په دې وروستیو کې د ټولو نړیوالو حقوقو او قوانینو او د هغې هوکړې سرغړونه کوي، چې په دوحه کې یې له طالبانو سره لاسلیک کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د امریکا ډرون (بې پیلوټه) الوتکو د افغانستان هوایي حریم اشغال کړی دی.
اسلامي امارت له امریکا غوښتي، چې د خپلو سرغړونو اصلاح او مخنیوی وکړي.
مجاهد لیکلي، په ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا باندې غږ کوي، چې د نړیوالو ژمنو او قوانینو په رڼا کې باید له افغانستان سره د متقابل احترام او کړو ژمنو تر چتر لاندې تعامل وکړي، تر څو له بدو پایلو مخنیوی وشي.
خو تېره اونۍ د امریکا دفاع وزارت ویلي و، چې افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د هوایي بریدونو پر وخت د افغانستان هوایي حریم کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.