Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خبریالان: د کام ایر شرکت له لوري د خبریالانو پر ځای د خپلو اقاربو وړل د بښلو وړ عمل نه دی

admin by admin
2021/09/28

په کابل کې نن دوشنبه د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۶ مه» یو  شمېر خبریالانو او مدني فعالانو د کام ایر شرکت له لوري د خبریالانو پر ځای د خپلو اقاربو وړلو باندې اعتراض وکړ.

خبریالان او مدني فعالان وايي، د یاد شرکت له لوري ترسره شوی عمل د بښلو وړه نه دی.

دوي له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې یاده موضوع وڅېړي او له نړیوالو غواړي چې د خبریالانو په نوم استول شوي کسان بېرته هېواد ته راستانه کړي.

مدني فعال محمد رفع رحیمي وايي: «ځینې کسان د کام ایر شرکت مشر په الفاظو رد کول کوي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې یاده موضوع وڅېړي او د شرکت مشر ته دې سزا ورکړي. موږ له نړیوالو غواړو چې د خبریالانو په نوم تللي کسان بېرته هېواد ته راستانه کړي.»

د ځوانانو ټولنې بهیر مشر عنایت الله کاکړ وايي: «موږ پوهېږو چې له خبریالانو سره ریسان، مدیران او نور مسول کسانو یې جفا کړې. تاسې ولې داسې کوئ، د کام ایر شرکت رییس په مسلمانۍ کې زه شک بولم، ولې د مستحقو کسان حق خوری.»

یو شمېر خبریالان بیا نیوکې کوي چې د ځینو رسنیو مشران یا مالکین د خبریالانو پر ځای خپل خپلوان بېلا بېلو بنسټونو ته معرفي کوي، چې بهر یې ولېږدوي.

خبریاله مینه اکبري وايي: «موږ ډېر داسې کسان پېژنو چې د بهرنیو هېوادونو له لوري ورته د خبریالانو لپاره اسناد لېږل شوي، خو د رسنیو رییسان د خبریالانو پر ځای خپل خپلوان ورپیژني او جعلي کارتونه او اسناد ورته جوړوي.»

یوه خبریاله بیا وايي: «موږ هېله کوو، داسې مکوئ. موږ پوهېږو په تیر حکومت کې هم فساد وه او اوس هم شته دی. د خبریالانو حق ورڅخه مه اخلئ، هغوی ته خپل حق ورکړئ.»

د دغو خبریالانو غبرګون وروسته له هغې راپورته شو چې ځینو عربي رسنیو خبر ورکړ چې ګنې کام ایر هوایي شرکت د خبریالانو پر ځای خپلوان بهر ته  لېږدولي دي.

اسلامي امارت بیا له خلکو غوښتنه کړې ده چې په خپل هېواد کې پاتې شي او بهر ته د تللو هڅه ونه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist